پوسټ کوډ ۱۱۶۰۵۳
نیټه خپرول: دوشنبه ۴ مرغومی ۱۳۹۶ ۱۴:۴۵

لغمان کې ځانګړي هوایي او ځمکني بریدونه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

ت?ره شپه افغان ?ان??و ?واکونو د الين?ار ولسوال? ا?وند د قصب?، سلين?ار، نيمنانيو او شين?اريو په سيمو ک? چرته چ? د مخالفينو اصلي پ?ن?ايونه او ?ال? دي، خاص هوايي او ?مکني عمليات ک?ي

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د افغان ځانګړي ځواکونو د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې د دولت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د الینګار ولسوالۍ اړوند د قصبې، سلینګار، نیمنانیو او شینګاریو په سیمو کې چرته چې د مخالفینو اصلي پټنځایونه او ځالې دي، خاص هوايي او ځمکني عملیات کړي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د امرالله په نوم د مخالفینو یو مشهور قوماندان او د نوموړي د مرستیال حمدالله مشهور په ابوبکر په ګډون په کې اووه کسه مخالفین وژل شوي دي او درې تنه مشکوک افغان ځانګړو ځواکونو ژوندي له ځانه سره بیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد سرګروپ او وژل شوي نور مخالفین هغه کسان ول چې په الینګار ولسوالۍ سربېره یې د مرکز په ځینو سیمو او دغه راز غربي نورستان ته د غځېدلې لوی لارې په اوږدو کې یې په ډېری تروریستي کړنو، د ماینونو په ځای پر ځای کولو، د وسلو په قاچاق او د بې ګنا انسانانو د وینو په تویولو کې لاس درلود چې له وړاندې د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وه، چې تېره شپه پرې د تخنیکي او کشفي معلوماتو تر بشپړېدو وروسته د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات تر سره شوي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

لغمان د افغانستان په ختیځ کې په تیرو څو میاشتو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement