پوسټ کوډ ۱۱۵۴۰۶
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۳ لیندۍ ۱۳۹۶ ۱۵:۳۲

ولسي جرګې یوولسو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

د جر?? غ?و له دغو دولسو نوماندانو يوولسو ته د اعتماد رايه ورک?ه، خو د کانونو او پطروليم وزارت نوماند وزيره نر?س نهان په د? بريال? نشوه چ? د استازو د اعتماد رايه ترلاسه ک?ي.

ولسي جرګې نن دو شنبې د حکومت له خوا ورپیژندل شوو دولسو نوماند وزیرانو ته د رایې اچونې صندوقونه کیښودل.

د جرګې غړو له دغو دولسو نوماندانو یوولسو ته د اعتماد رایه ورکړه، خو د کانونو او پطرولیم وزارت نوماند وزیره نرګس نهان په دې بریالۍ نشوه چې د استازو د اعتماد رایه ترلاسه کړي.

لاندې نوماند وزیرانو د اعتماد رایې واخیستې:

مخابراتو او عمومي ټکنالوژۍ وزارت ته نوماند شهزاد اریوبی ۱۱۵ مثبتو او ۸۱ رد رایو په اخیستو سره د دغه وزارت وزیر شو.

مصطفی مستور د ۱۵۵ مثبت او ۴۹ رد رایو په اخیستلو سره د اقتصاد وزیر

ګل اغاز شیرزو د ۱۵۸ مثبت او ۴۹ رد رایو په اخیستلوسره د سرحدونو، قبایلو او قومو وزارت وزیر.

طارق شاه بهرامي د ۱۴۱ مثبتو رایو په اخیستو سره د ملي دفاع وزیر.

نصیر احمد درانی د ۱۴۴ مثبت او ۶۳ رد رایو په اخیستلو سره د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت وزیر.

نجیب الرحمن کریمي د ۱۲۹ مثبت او ۷۶ رد رایو په ګټلو سره د کلیو د احیا او انکشاف وزارت وزیر.

ویس برمک د ۱۷۳ مثبت او ۳۵ رد رایو په ترلاسه کولو سره د کورنیو چارو وزیر.

محمد حمید طهماسی د ۱۴۹ مثبتو او ۵۵ رد رایو په اخیستلو سره د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وزیر.

نجیب الله خواجه عمري د ۱۲۴مثبت او ۷۷ رد رایو په ګټلو سره د د لوړو زده کړو وزارت وزیر.

فیض الله ذکي د ۱۲۶ مثبت ۷۵ رد رایو په ګټلو سره د کار، ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو وزارت وزیر.

او یما یاري د ۱۵۶ مثبتو رایو په ګټلو سره د ټولګټو وزارت د وزیر په توګه اعلان شو.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره کوم نوماند نه دی معرفی شوی او همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت هم د سرپرست له خوا اداره کیږي، خو معلومه نه ده چې دغو وزارتونو ته به کله ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کیږي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement