پوسټ کوډ 115355
نیټه خپرول: سه شنبه 14 لیندۍ 139618:36

کابل کې لس کسان د یوې خونړی پیښې په تړاو نیول شوي

د کابل د جنايي جرمونو پر و?اند? د مبارز? رياست چارواکي وايي، ?و موده و?اند? په نن?رهار ولايت ک? د ?مکو د ميراث پر سر د شخ?? په تر? ک? ل? تر ل?ه پن?ه کسان وژل شوي او دوه نور ?پيان شوي وو.

ه پلازمینېه کابل کې امنیتي چارواکي وایي د یو بل خونړی شخړې په تړاو لږ تر لږه لس کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د کابل د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، څو موده وړاندې په ننګرهار ولایت کې د ځمکو د میراث پر سر د شخړې په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.

د چارواکو په وینا، په پیښه ښکیل لس کسان د خونړی شخړې په پایله کې له ننګرهار ولایت څخه تښتیدلي او کابل ته راغلي وو.

د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وایي، دغه کسان د کابل له پغمان ولسوالی څخه د ننګرهار او کابل امنیه قومانداني ترمنځ د همغږي له امله نیول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په شو شمېر مهم ښارونو کې د کابل په ګډون په جنایي پیښو کې زیاتوالي راغلي.

د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې د تلې له ۱۶ مه د لیندی تر ۱۱ مه نیټه د کابل له بېلا بېلو سیمو څخه ۵۶۶ کسان نیولي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه کسان قتل، اختطاف، وسله وال غلا، لاسې بمونو برید، د کورونو او وسایطو د غلا، قطاع الطریقي، قاچاق، د مخدره مواد د پلورلو او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.

د چارواکو په وینا، له نیو شویو کسانو څخه یو شمېر وسلې، مخدره مواد، الکولي مشروبات، او نور چیزونه کشف او ترلاسه شوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement