پوسټ کوډ ۱۱۵۲۲۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۷ لیندۍ ۱۳۹۶ ۱۷:۳۱

د لوګر په ننۍ انتحاری برید کی د پنځو ملکی کسانو شهادت

د آوا په ګزارش سره، سلیم صالح؛ د لوګر والی ویاند ویلی دی، نن سهار د ۱۰:۳۰ بجو په شاوخوا دا برید رامنځته سو چی د لمړنۍ معلوماتو په اساس په دی برید کی ۱۱ تنه ټپیان سوی دی او پنځه تنه نور وژل سوی دی. سلیم صالح؛ د لوګر والی ویاند وویل: دا انتحاری برید د پل علم په بازار کی د برکی برک په دریدن ځای کی رامنځته سوی دی. ویل کیږی، د انتحاری کس مقصد محمد ایوب وردک، د لورګ امنیه قوماندانی امنیت آمر وو، خو هغه ته کوم زیان نه دی رسیدلی. ددی برید مسئولیت تردی دمه هیڅ ډله په غاړه نه دی اخیستی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement