پوسټ کوډ ۱۱۵۰۶۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۷ لیندۍ ۱۳۹۶ ۰۹:۴۳

د طالبانو یو بل مهم غړی هم د خپل ملګرو له خوا ووژل شو

د نن?رهار ولايت مقام هم په يوه بيان ک? ليکلي، چ? د غني خيلو ولسوال? په اووه ويشتم? ويال? سيمه ک? وسله والو طالبانو خپل مهم غ?ى خادم،چ? مشهور په دادالله وو او د نازيانو ولسوال? اصلي اوسيدونکى و، وژلى دى.

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعشایانو ترمنځ د روان جګړو سره سم د طالبانو یو بل هم غړی هم د خپل ملګرو له خوا وژل شوی.

ځایي حکومتي چارواکي وایي، د طالبانو دغه مهم غړی چې خادم نومیده د غني خیلو ولسولی په اړوند سیمه کې وژل شوی.

د ننګرهار ولایت مقام هم په یوه بیان کې لیکلي، چې د غني خيلو ولسوالۍ په اووه ويشتمې ويالې سيمه کې وسله والو طالبانو خپل مهم غړى خادم،چې مشهور په دادالله وو او د نازيانو ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى و، وژلى دى.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ياده پېښه د وسله والو طالبانو خپل منځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده .

دا په داسې حال کې ده چې ځایي چارواکي تیره ورځ وویل چې د شېرزادو ولسوالی اړوند په کرکېخیل سیمه وسله والو طالبانو خپل ډلمشر مولوي شکور له داعشیانو سره د اړیکې په تړاو وژلی.

د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ د مامندرې سرخ اب بازار سيمه کې تېره اونی داعش وسله والو د خپلمنځي اختلافاتو له امله د خپلو ۱۵ غړو سرونه پرې کړي.

د سیمه ییز چارواکو په وینا، د معلوماتو له مخې په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو ترمنځ سخت اختلافات رامنځته شوي، چې له امله يې خپلمنځي وژنې پيل کړي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement