پوسټ کوډ ۱۱۴۹۴۳
نیټه خپرول: يکشنبه ۵ لیندۍ ۱۳۹۶ ۱۳:۰۸

ننګرهار کې د داعش پر ډلمشرانو مرګوني هوایي برید

د اچين ولسوال? د مامندر? مارغه په سيمه ک? د هوايي بريد په تر? ک? د دوو ?لمشرانو په ??ون د داعش ?? غ?ي ووژل شول.

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو پر ډلمشرانو هوایي برید ترسره شوی چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د اچين ولسوالۍ د مامندرې مارغه په سيمه کې د هوايي بريد په ترڅ کې د دوو ډلمشرانو په ګډون د داعش ۱۴ غړي ووژل شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې دغه بريد تېره شپه تر سره شوی، چې په ترڅ کې يې د داعش ډلې د دوو ډلمشرانو اسدالله اورکزي او شاکرالله کونړي په ګډون ۱۴ داعشيان وژل شوي دي.

د ولایت مقام په وینا، د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ ګنداب سيمه کې تېره ورځ ګډو ځواکونو چاڼيز عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې تر شک لاندې اته تنه نيولي او څلور عرادې موټر سايکلونه، څلور ريموت کنټرول ماينونه، دوه لاسي بمونه او يو اندازه نور مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

د ننګرهار ولایت مقام تیره ورځ وویل، چې د هسکي مينې ولسوالۍ د ګاګرې په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې وړمه ورځ ديارلس تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement