پوسټ کوډ ۱۱۴۴۲۰
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۶ ۱۳:۵۸

هوایي بریدونه طالب او داعشیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

ملي دفاع وزارت په يوه بيان ک? ليکلي، چ? د هوايي بريدونو په تر? ک? د نن?رهار ولايت په اچين ولسوال? ک? ? تنه داعشيان وژل شوي او د هغو? ? پ?ن?اي له من?ه و?ل شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایی، لږ تر لږه ۱۹ تنه داعش او طالب وسله وال د بېلا بېلو هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي.

ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي او د هغوې ۱ پټنځای له منځه وړل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د یو بل هوایي برید په ترڅ کې د کاپیسا په تګاب ولسوالی کې لږ تر لږه ۸ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په وینا، افغان هوایي ځواکونو د د هرات په شینډنډ ولسوالی کې هم هوایي برید ترسره کړي چې په ترڅ کې ۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د یو بل خبر له مخې، د کندز دشت ارچي ولسوالی په اړوند سیمو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴ تنه وسله وال وژل شوي.

د ملي دفاع وزارت په وینا، په وژل شویو کې د وسله والو یوه ځایي ډلمشر د شیر اغا په نوم هم شول شوی دی.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement