پوسټ کوډ ۱۱۴۳۹۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۶ ۱۰:۰۲

ننګرهار کې پر داعش او پاکستاني وسله والو ډرون برید

د نن?رهار ولايت مقام په يوه بيان ک? ليکلي، چ? د اچين ولسوال? په مامندر? سيمه ک? ت?ره ور? د ب? پيلو?ه الوتک? په بريد ک? ?لور داعش وسله وال ووژل شول.

په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه څلور تنه وسله وال د دوه پاکستانیانو په ګډون د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د اچين ولسوالۍ په مامندرې سيمه کې تېره ورځ د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې څلور داعش وسله وال ووژل شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې په وژل شويو داعش وسله والو کې دوه پاکستاني اتباع هم شامل دي.

د ولایت مقام په وینا، د دغه بريد په ترڅ کې د داعش وسله والو يو شمېر وسلې هم لمنځه وړل شوي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په وروستیو کې د طالبانو او داعش وسله والو پر ضد هوایي بریدونه ګړندی کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement