پوسټ کوډ ۱۱۳۸۷۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۹ لړم ۱۳۹۶ ۱۷:۰۵

د کابل ښار په وزیراکبرخان مېنه کې چاودنه شوې

د پي?? له ?اي ?خه تر اوسه د وزير اکبرخان روغتون ته در? م?ي او پن?لس ?پيان لي?دول شوي دي. خو روي?رز وايي چ? د هغو? خبريالانو اته م?ي ليدلي دي. لا تر اوسه د چاودن? ب?ه نه ده ?ر?نده شو?.

د کابل پولیس وايي، چې د کابل ښار د وزیراکبر خان مینې په سیمه کې چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیراحمد مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې چاودنه د وزیر اکبر خان په ۱۴ سرک کې شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د پیښې له ځای څخه تر اوسه د وزیر اکبرخان روغتون ته درې مړي او پنځلس ټپیان لیږدول شوي دي. خو رویټرز وايي چې د هغوې خبریالانو اته مړي لیدلي دي. لا تر اوسه د چاودنې بڼه نه ده څرګنده شوې.

پولیسو سیمه کلابند کړې او د پيښې ځای ته د امبولانسونو تګ راتګ پیل شوی دی.

د کابل د پولیسو ویاند وايي، چې امنیتي ځواکونو د چاودنې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د وزیر اکبر خانه مېنه یوه ډپلوماټیکه سیمه ده، چې تل په کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement