پوسټ کوډ ۱۱۳۶۱۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۴ لړم ۱۳۹۶ ۰۹:۱۵

هلمند کې طالب ډلمشران او وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

د ميوند (??) پو?ي عملياتو په ل? ک? په سن?ين، نادعلي او واشير ولسواليو ک? د پن?ه قوماندانانو په ??ون ?? طالب جن?يالي وژل شوي او دوه تنه ي? ژوندي نيول شوي دي.

د افغانستان په سویل هلمند ولایت کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې طالب ډلمشران او وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ميوند (۰۷) پوځي عملیاتو په لړ کې په سنګين، نادعلي او واشير ولسواليو کې د پنځه قوماندانانو په ګډون ۲۹ طالب جنګیالي وژل شوي او دوه تنه يې ژوندي نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې پدې عملیاتو کې یو عراده کرولا موټر، درې عرادې موټرسایکلونه، یو میل کلاشینکوف او يوه پایه ایکم مخابره د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د ولایت مقام په وینا، دغه راز شپږ عرادې موټرسایکلونه او د طالب جنګیالیو یو مهم مرکز د هوايي ځواکونو په بریدونو کې له منځه وړل شوي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

هلمند د افغانستان په سویل کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو د ځپلو په موخه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هلمند ولایت په ځینو ناامنه ولسوالیو کې په چاڼیزو عملیات بوخت دي.

سرچنیه: خامه

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement