پوسټ کوډ ۱۱۳۰۶۳
نیټه خپرول: يکشنبه ۲ تله ۱۳۹۶ ۱۲:۱۲

یوناما: په هوايي بریدونو کې ملکي تلفات ډیر شوي دي


د راپور سره سم د روان کال ۲۰۱۷ له پيله بیا د سپتمبر تر پایه ټول ۲۰۵ ملکي وګړي په بمباریو کې وژل شوي دي او ۲۶۱ نور ټپيان شوي دي، چې په هغو کې یې اکثره برخه د افغان هوايي ځواکونو مسؤولیت بللی او یوازي ۳۸ سلنه یې د بهرنیو ځواکونو مسؤولیت ګڼلی دی.
د یوناما اداره د کال ۲۰۰۹ څخه هرې درې میاشتې، شپږ میاشتې او یو کال وروسته وروسته د ملکي تلفاتو راپور خپروي او په دغه راپورونو کې یوازي د ملکي تلفاتو شمېره په ګوته کوي.
په راپور کې راغلي: «يوناما د ٢٠١٧ کال د جنوري د لومړۍ څخه د سپتمبر تر ٣٠ پورې ټول ټال ٨٠١٩ ملکي تلفات (٢۶۴٠ مړه او ۵٣٧٩ ټپيان)
مستند کړي، چې په ټوليز ډول دا د ٢٠١۶ د ورته مودې په پرتله ملکي تلفاتو کې شپږ سلنه کموالی په ډاګه کوي. په داسې حال کې چې د ملکي کسانو مړينه يوه سلنه زياته شوې خو د ټپي شويو ملکي وګړو شمير بيا نھه سلنه راکمه شوې. »
په راپور کې هوايي بمباریو ته په اشاره ویل شوي: « يوناما د ھوايي بريدونو په نتيجه کې په خاص ډول د ښځو او ماشومانو په منځ کې د ملکي تلفاتو په برخه کې د دوامداره زياتوالی په اړه خپله اندٻښنه بيا تکراروي. يوناما د ٢٠١٧ کال د لومړيو نھو مياشتو په ترڅ کې ټول ټال ۴۶۶ ملکي تلفات (٢٠۵ مړ

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement