- 0 څرګندونه
- چاپ
امریکا د داعش خلاف د جګړې نهکولو په اړه د روسيې ادعا رد کړه

?ول ويني چ? امريکا په عراق ک? داس? ?يي چ? ?واک? د داعش پر ضد ج??ه کوي او په سوريه ک? په دوامداره تو?ه د داعش پر ضد د ?ينو دلايلو له امله د فعال? مبارز? ادعا کوي.
د امریکا دفاع وزارت د روسيې دا ادعا رد کړه چې وايي، متحده ایالات په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد جګړه نهکوي.
دا څرګندونې د امریکا او روسيې ترمنځ د روان بحران تازه نښې نېښانې بلل کېږي.
د روسيې د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال ایګور کوناشینکوف پرون سې شنبه په مسکو کې وویل، ټول ویني چې امریکا په عراق کې داسې ښيي چې ګواکې د داعش پر ضد جګړه کوي او په سوریه کې په دوامداره توګه د داعش پر ضد د ځینو دلایلو له امله د فعالې مبارزې ادعا کوي.
اخوا بیا په واشنګټن کې د پنټاګون ویاند رابرټ مینینګ د روسيې دا تورونه په مکمله توګه بېبنسټه وبلل.
نوموړي وویل، امریکا د داعش غړي وژني او هغوی ته د خوندي پناه ځایونو د برابرېدو مخه نیسي او خلکو ته د دې ډلې پر ضد د هوايي بریدونو په اړه ورځني معلومات ورکوي.