پوسټ کوډ ۱۱۲۹۵۴
نیټه خپرول: شنبه ۱ تله ۱۳۹۶ ۱۲:۱۲

د بلخ د والي ویاند په یو برید کې ټپي شوی

پر ?اغلي فرهاد باند? د هغه د کور سره ن?د? د مزارشريف ?لورم? امنيتي حوز? په مربوطاتو ک? دوه مو?ر سايکل سپرو ?ز? ک?? چ? په تر? ک? هغه ?پي شوي دي.

د بلخ ولایت د پولیسو د امنیت امرعبدارزاق قادري ته وویل چې د دغه ولایت د والي ویاند منیر احمد فرهاد باندې نن سهار په مزارشریف ښار کې دوه موټرسایکل سپرو ډزې کړي دي.

د بلخ ولایت د پولیسو د امنیت امرعبدارزاق وویل چې پر ښاغلي فرهاد باندې د هغه د کور سره نږدې د مزارشریف څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې دوه موټر سایکل سپرو ډزې کړې چې په ترڅ کې هغه ټپي شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې ته ویلي چې ښاغلی فرهاد پر پښو ټپونه اخیستي او روغتیایي وضعیت ښه دی.

پولیسو د دې پیښې پلټنه پیل کړې ده.

تراوسه کومې ډلې د بلخ د والي پر ویاند د برید مسولیت نه دی اخیستی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement