پوسټ کوډ ۱۱۲۹۱۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۸ تله ۱۳۹۶ ۱۶:۳۸

د زابل په عملیاتو کې وسله والو او طالب ډلمشرانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته

د زابل ولايت د شاه جوي او ميزان په ولسواليو ک? د ميزان ولسوال? لپاره د طالبانو نومول شوي د ولسوال مرستيال حيات الله مجاهد، د ياد? ولسوال? نظامي قوماندان صديق آغا او ? تنو سيمه ايزو قوماندانانو په شمول ?? تنه طالب تروريستان وژل شوي ، ?? تنه ?پيان ، ? مو?ر ، ? مو?ر سايکلونه او يو شمير وسل? او مهمات له من?ه و?ل شوي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، په سویل زابل ولایت کې د ترهګرو ضد د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسله وال طالبان د یو شمېر ډلمشران په ګډون وژل شوي.

د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د زابل ولایت د شاه جوي او میزان په ولسوالیو کې د میزان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي د ولسوال مرستیال حیات الله مجاهد، د یادې ولسوالۍ نظامي قوماندان صدیق آغا او ۳ تنو سیمه ایزو قوماندانانو په شمول ۲۳ تنه طالب تروریستان وژل شوي ، ۲۸ تنه ټپیان ، ۳ موټر ، ۸ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو وسله والو په ګډون لږ تر لږه ۷۰ تنه وسله وال د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت په وینا، د فاریاب ولایت د غورماچ ، قیصار او بلچراغ په ولسوالیو کې د طالبانو یو تن سیمه ایز قوماندان ملا رحمت الله په شمول ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان او د غور ولایت د غلمین په سیمه کې ۱۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۷ تنه ټپیان او د دښمن ۱۰ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي .

ملي دفاع وزارت په همدې حال کې وایي، چې په یادو عملیاتو کې د کندز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان ، د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی او د ننګرهار ولایت د بټي کوټ او خوګیانیو په ولسوالیو کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي او ۲ تنه ترهګر نیول شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement