پوسټ کوډ ۱۱۲۴۸۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۶ تله ۱۳۹۶ ۱۰:۰۷

اجرائیه رئیس عبدالله هند ته ورسید

په پام ک? ده چ? ?اغلي عبدالله په نو? دهلي ک? د افغان-هند سودا?ريز نندارتون ک? ??ون وک?ي او تر?ن? ي? د هند له لوم?ي وزير ?اغلي نرندرا سره و?وري.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن سهار د هند پلازمینې نوې دهلي ښار ته ورسید.
د اجرائیه ریاست دفتر وایي، په پام کې ده چې ښاغلي عبدالله په نوې دهلي کې د افغان-هند سوداګریز نندارتون کې ګډون وکړي او ترڅنګ یې د هند له لومړی وزیر ښاغلي نرندرا سره وګوري.

د راپورونو له مخې، په پام کې و چې ښاغلي عبدالله تیره ورځ هند ته سفر کړي خو پر حامد کرزي نړیوال هوایي د برید له امله د هغه سفر وځنډول شو.

وسله والو طالبانو تیره ورځ شاوخوا ۱۱:۱۰ پر کابل هوایي ډګر ډلییز راکټي بریدونه پیل کړل چې تر ماښام پورې دوام درلود.

د نښتې، راکتي بریدونو او هوایي برید په ترڅ کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه برید مسئولیت په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.

طالبان ډلې ادعا کوي چې د برید اصلي هدف د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر و چې تیره ورځ د سهار په وخت کابل ته ورسید.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي تیره ورځ ناوخته وویل، چې د برید په ترڅ کې یو تن ملکي وګړي وژل شوي او یوه لس نور ټپیان دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement