پوسټ کوډ ۱۱۲۱۸۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ ۱۱:۵۲

یوناما: د افغان انتخاباتو په مالي او تخنیکي برخو کې مرستې کوو

په کابل ک? د مل?رو ملتو دفتر يا يوناما ژمنه وک?ه چ? د افغانستان د ولسي جر?? او ولسواليو شورا?انو د انتخاباتو په مالي او تخنيکي برخو ک? به مرست? وک?ي.

په کابل کې د ملګرو ملتو دفتر یا یوناما ژمنه وکړه چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په مالي او تخنیکي برخو کې به مرستې وکړي.

د یوناما سیاسي مرستیالې پرنیل دهلر کاردل دا ژمنه پرون په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري رابلل شوې غونډې ته وکړه.

په دې مشورتي غونډه کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازیو، د مدني ټولنې غړیو او په کابل کې د یو شمېر سفارتونو استازیو ګډون کړی وو.

د یوناما سیاسي مرستیالې د را روانو انتخاباتو پر شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې ډاډمن او شفاف انتخابات یو مهم ګام دی چې افغانستان د ثبات په لوري بیایي.

تمه ده چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د راتلونکې لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې ترسره شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement