- 0 څرګندونه
- چاپ
د کابل رجال برجسته خونړی برید اصلي طراح ووژل شو

د کورنيو چارو وزارت له خوا په خپره شو? خبرپا?ه ک? راغلي دي، چ? د دغه خون?ي بريد اصلي طراح چ? دريا خان نوم?ده تيره شپه د يوه ?ان??ي عمليات په تر? ک? په مرکز لو?ر ولايت ک? ووژل شو.
ه پلازمینې کابل کې پر رجال برجسته ریاست د خونړی برید طراح د امنیتي ځواکونو د ځانګړي عملیات په ترڅ کې وژل شوی.
د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دغه خونړی برید اصلي طراح چې دریا خان نومېده تیره شپه د یوه ځانګړي عملیات په ترڅ کې په مرکز لوګر ولایت کې ووژل شو.
خبرباڼه زیاتوي، چې دغه عملیات د لوګر مرکز اړوند په انعام کلي کې ترسره شوي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دغه عملیات کې د حقاني ترهګرې شبکې درې نور مهم قوماندانان هم وژل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، په وژل شویو کې عبدالرحمن مشهور په عمري د چاودیدونکو توکو تنظیم او اکمال کوونکي، قاري ارشاد، او ملا هیبت الله شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه ډله د کابل رجال برجسته پر ریاست د برید ترڅنګ په لوګر ولایت کې په ګڼ شمېر نور ډلییز بریدونو کې هم برخه درلودل.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.