پوسټ کوډ 111501
نیټه خپرول: سه شنبه 14 وږی 139621:26

په کندهار کی د طالبانو یو ارزښتناکه مرکز باندی د خاصو ځواکونو برید

د آوا په ګزارش سره، د طالبانو قوماندی مرکز باندی برید کی شپږ تنه طالبان وژل سوی او ۹ تنه نور نیول سوی دی.

د جنرال رازق، د کندهار امنیه قوماندان په وینا، خاصو ځواکونو تیره شپه د ۱۰:۰۰ بجو په شاوخوا دطالبانو قوماندی مرکز باندی د شاه ولی کوت ولسوالی کجور سیمه کی برید کړی دی.

په دی برید کی اضافه پردی ۱۵ موتر سایکل، ۴ عراده موټران، مخابره لوی سیستم، ډیر اسلحی او چاودیدونکی توکی هم د ځواکونو لاسته ورغلی دی.

شاه ولی کوت د کندهار ولایت شمال په ۱۰۰ کیلومتری کی پروت دی چی د زابل او ارزګان ناامنه سیمو سره هم سرحده دی. همدارنګه د کندهار او ارزګان لویه لاره د همدی ولسوالی څخه تیریږی.

طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.

 

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement