پوسټ کوډ ۱۱۱۰۱۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱ وږی ۱۳۹۶ ۱۲:۱۲

د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم پرانیستل شو

د سترو ماليه ورکوونکو لپاره د بر??نايي خدمتونو سيستم نن د و?? مياشت? په لوم?? ن??ه د مالي? وزارت د عوايدو لوي رياست له خوا په سرينا هو?ل ک? د رسنيو په و?اند? پرانيستل شو.

د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم تیره ورځ د وږې میاشتې په لومړۍ نېټه د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له خوا په سرینا هوټل کې د رسنیو په وړاندې پرانیستل شو.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي ډاکټر نجیب الله وردګ، د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم یو نېک ګام وباله او زیاته یې کړه، نوموړی سیستم به د پروسو ګړندي کولو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې را منځ ته کړي او د مالیې وزارت په لومړیتوبونو کې یو هم د اداري پروسو په برخه کې اغېزمنتوب را منځ ته کول دي.

د سوداګرۍ او صنایع خونې سرپرست ښاغلي خان جان الکوزي وویل: موږ د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د خدمتونو برېښنایي سیستم له پرانیستې ملاتړ کوو، دا سیستم به سترو مالیه ورکوونکو ته اسانتیاوې را منځ ته او د فساد کچه به را ټېټه کړي، ده زیاته کړه چې یاد سیستم به د دولتي ادارو او خصوصي سکټور تر منځ په همغږۍ کې ښه رول ولوبوي.

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې رئیس ښاغلي شېرباز کمین زاده، د اداري فساد د کمولو په برخه کې د مالیې وزارت دا ګام اغېزمن وباله او هرکلی وکړ.

د یادونې وړده، چې د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم ټول سندونه او معلومات په ډېټابیس کې په دقیقه توګه خوندي کوي او د مراجعینو د بروکراسي او وخت ضایع کولو مخه به نیسي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement