پوسټ کوډ ۱۱۰۶۶۳
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۴ زمری ۱۳۹۶ ۱۴:۱۴

د کندز په چهاردره کې د افغان ځواکونو پر کاروان انتحاري حمله شوې

د افغان ?? ?واکونه د چهاردر? ولسوال? د قريه يتيم سيمه ته د ?انک?ي عمليات د ترسره کولو په هدف تللي وو چ? د لار? په او?دو ک? پر پو?يانو ?انوژونکي بريد شوي

د کندز امنیتي چارواکي وايي چې نن سې شنبې ۱۱ بجې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو پر پوځي کاروان ځانوژونکي برید شوی چې له کبله یې ۵ تنه افغان ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د امنې قوماندانۍ د امنیت امر صفرمحمد اکبري له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل چې د افغان ګډ ځواکونه د چهاردرې ولسوالۍ د قریه یتیم سیمه ته د ځانکړي عملیات د ترسره کولو په هدف تللي وو چې د لارې په اوږدو کې پر پوځیانو ځانوژونکي بريد شوی چې په پایله کې د افغان ځواکونو یو تن سرتېری وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي اکبري زیاته کړه چې ځانوژونکي کس دغه بريد یې د موټر بمب په وسیله ترسره کړی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement