پوسټ کوډ 110605
نیټه خپرول: دوشنبه 23 زمری 139609:08
- 0 څرګندونه
- چاپ
چارواکي: میرزا اولنګ کې د طالبانو او داعش مهم سنګرونه ونیول شول

افغان امنيتي ?واکونو د سرپل ولايت د صياد ولسوالي په ميرزا اولن? سيمه ک? د طالبانو او داعش مهم سن?رونه نيولي دي.
افغان امنیتي ځواکونو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالی په میرزا اولنګ سیمه کې د طالبانو او داعش مهم سنګرونه نیولي دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ته وویل، افغان ځواکونو دا پرمختګ تیره شپه کړی دی.
نوموړي وویل، په میرزا اولنګ کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو له پیل راهیسې دولت ضد وسله والو ته درانه تلفات اوښتي دي.
د سرپل چارواکي وايي، د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمې تر بشپړې تصفيې به دغلته پوځي عملیات روان وي.