پوسټ کوډ ۱۱۰۳۳۱
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ زمری ۱۳۹۶ ۱۲:۱۲

کاپيسا کې دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي

دوى د ملي اردو ‌?واکونو له خوا تر پ?ژندل ک?دو وروسته ويشتل شوي چ? له امله ي? دوا?ه وژل شوي او چاود?دونکو توکو ي? چاودنه ک?? ده.

سېلاب قول اردو وايي چې په کاپيسا ولايت کې دوه ځانمرګي بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا د زمري په ١٧مه  د صدای افغان خبری آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ مازيګر دوو موټرسايکل سپرو ځانمرګو بريدګرو غوښتل چې په تګاب ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بريد وکړي.

سرچينې زياته کړې چې دوى د ملي اردو ‌ځواکونو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته ويشتل شوي چې له امله يې دواړه وژل شوي او چاودېدونکو توکو يې چاودنه کړې ده.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د دغه خبر د تاييد تر څنګ پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه د تګاب ولسوالۍ د احمدزيو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې يادو بريدګرو غوښتل چې په سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو ځانمرګى بريد وکړي، خو مخې ته تر رسېدلو مخکې ووژل شول.

يوسفزى وايي چې په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

سېلاب قول اردو دغه راز ويلي چې په تګاب ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement