پوسټ کوډ ۱۱۰۱۸۱
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۵ زمری ۱۳۹۶ ۱۴:۴۳

بیلاروسي او افغان سوداګرو یو شمېر تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د افغانستان د سودا?ر? او صنايعو خون? مسؤلين وايي چ? د تاجکستان د ن?يوال نندارتون په تر? ک? د بيلاروسي او افغان سودا?رو تر من? يو شم?ر اقتصادي تفاهم ليکونه لاسليک شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې د تاجکستان د نړیوال نندارتون په ترڅ کې د بیلاروسي او افغان سوداګرو تر منځ یو شمېر اقتصادي تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ  ته وویل چې افغانستان له بیلاروس سره د کرنیزو توکو او کیمیاوي کود په برخه کې ځیني تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.

الکوزی وايي چې بیلاروس غواړي، د اقتصادي همکاريو د پیاوړتیا په خاطر په کابل او کابل غواړي چې په بیلاروس کې د کرنیزو توکو د خرڅلاو لپاره یو سوداګریز مرکز جوړ کړي.

د ښاغلي الکوزي په خبره چې له قزاقستان او روسیې سره هم د هوا له لارې د تازه مېوې د صادراتو په اړه خبرې وشوې.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement