پوسټ کوډ 110115
نیټه خپرول: شنبه 14 زمری 139612:42

لوګر کې د وسله والو طالبانو په برید کې د یوې کورنې پنځه غړي وژل شوي

په مرکز لو?ر ولايت ک? سيمه ييز حکومتي چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په بريد ک? د يو? کورن? پن?ه غ?ي چ? پک? ?لور ماشومان هم شامل دي، وژل شوي دي.

لوګر ولایت امنیه قومندانۍ د امنیت امر په وینا چې تیره شپه د مرکز د الوزي په سیمه کې وسله والو مخالفینو په امنیتي ځواکونو ډزې وکړې چې د وسله والو مرمۍ په یو کور لږیدلي دي او د بثری په نوم یو کس سره د هغه دوه ځامن او دوه لوڼي شهیدانې شویدي, او همدارنګه نورې مرمۍ په یومسجد لګیدلي دي.

د لوګر ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې دلوګر والي محمد حلیم فدایي, د امنیې قوماندان ډګر جنرال عصمت الله علیزي او د لوا قوماندان برید جنرال عبدالرازق صافي نن د عزیز خان او میرزا عبدالرشید کلیو کې د همدې مدرسې او جومات څخه لیدنه وکړه کوم چې د مخالفینو په ډزو او برید کې په مرمیو لګېدلی, شیشې یې ماتې شوي او داوبو ټانکي یې سوري شوېدي او د لاوډسپیکر بیټري یې هم له منځه تللي دي.

د لوګر والي فورا د لاوډسپیکر او شیشو د ترمیمولو لپاره ورسره مرسته وکړه او راتلونکې اونۍ یې ورسره ژمنه وکړه چې مسجد به په بشپړ ډول ترمیم, رنګمالې او د لمونځ کوونکو لپاره د استفادې وړ وګرځوي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement