پوسټ کوډ ۱۰۷۹۵۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۹ غبرګولی ۱۳۹۶ ۰۱:۰۶

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

په پیل کې د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د شرکتونو د طبقه بندۍ د پالیسي په اړه، معلومات ورکړل او وې ویل، د دې پالیسي د ترتیب پرمهال د دولت ټول تدارکاتي قوانین په پام کې نیول شوي دي.

ښاغلي مراد وویل، د شرکتونو د طبقه بندۍ لپاره د میکانیزم ایجاد، د پروژو داوطلبۍ بهیر کې په شرایطو د برابرو شرکتونو دقیقه پېژندنه او ارزونه، د تدارکاتو پروسه کې شفافیت او چټکتیا، په لوړ کیفیت د پروژو پر وخت، موثر او ګټور تطبیق، فساد سره مبارزه، د خصوصي سکتور د ظرفیت لوړول او د مالیې ورکولو بهیر ښه والی د دې پالیسۍ موخو کې شامل موارد دي.

د صنعتکارانو د سراسري ټولنې مشر شېرباز کمین زاده وویل، ISO جوازونه چې پاکستانۍ او هندي کمپنۍ یې ورکوي د اعتبار وړ نه دي، نو د دغو جوازونو ورکول باید ایسا ادارې ته ورکړل شي. د ولسي جرګې استازي عبیدالله رامین: د شرکتونو د طبقه بندۍ پالیسي باید دقیقه وکتل شي چې زموږ له قوانینو او مقرراتو سره ټکر او تداخل ونه لري.

جمهور رئیس غني د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته وویل: د موجوده شرکتونو درجه بندي او د انګېزې د ایجاد دوه برخې باید جلا شي . هغه زیاته کړه، که معیار په پام کې ونیول شي، نو انګېزه په خپله رامنځته کېږي.

هغه وویل چی لومړی معیار باید د پانګې جذب وي. هغه زیاته کړه، په دې کې باید مالکیت او مدیریت سره جلا شي.

جمهور رئیس غني له PSPچکي کمپنۍ څخه په مننې چې د هرات د سمنټو فابریکې د جوړولو په برخه کې پانګونه کوي وویل، خصوصي سکتور زموږ عمده شریک دی. هغه زیاته کړه، کانونو وزارت باید د ټولو کانونو مدیریت وکړي.

محمد اشرف غني تینګار وکړ، د ټولو فابریکو واضح جدول دې ترتیب شي چې څومره تولید لري او د تولید فورمول هم باید معلوم وي. هغه زیاته کړه، د ملي دفاع وزارت کباړ اوسپنې .ډېرې دي او جلا بحث ته اړتیا لري. ارګ ریاست جمهوری

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement