پوسټ کوډ ۱۰۷۴۲۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۸ غبرګولی ۱۳۹۶ ۱۰:۵۹

سرپل کې چاودنې وسله والو طالبانو مرګ ژوبله واړوله

د کورنيو چارو وزارت له خوا په خپر? شو? خبرپا?? ک? راغلي، چ? پي?ه د سوزمه قلعه ولسوالي ا?وند په چارک کل? ک? هغه مهال رامن?ته شوه کله چ? وسله والو په ماين جو?لو ک? بوخت وه.

په شمال سرپل ولایت کې ماین چاودنې لږ تر لږه ۵ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ وویل، پیښه نن سهار په سوزمه قلعه ولسوالی کې رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې پیښه د سوزمه قلعه ولسوالی اړوند په چارک کلې کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسله والو په ماین جوړلو کې بوخت وه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې د طالبانو قوماندان قاري ذکرالله په ګډون ۳ تنه وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

وسله والو طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دولتي چارواکي اکثرا طالبان او نور ولسواله ډلې په لويو لارو کې د ماينونو په ښخولو تورنوي او وایي په دغو بریدوو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پالوي (یوناما) دوه میاشتې مخکې وویل، چې په تیرو درې میاشتو کې لږ تر لږه ۷۱۵ ملکیان وژل شوي او ۱۴۶۶ نور ټپیان دي.

د یوناما راپور پر بنسټ، د تیر ۲۰۱۶ کال په څیر ځمکنۍ نښتې د ملکي وګړو د تلفاتو تر ټولو ستر لامل پاتې شوی چې ورپسې له وړاندې تعبیه شوي چاودیدونکي توکي او ځانمرګي بریدونه او همغږي ځانمرګي بریدونه د ملکي تلفاتو لاملونه په ګوته شوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement