پوسټ کوډ 107369
نیټه خپرول: چهارشنبه 17 غبرګولی 139610:25

فاریاب کې ۶ طالب وسله‎وال وژل شوي دي

د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د فاریاب سیمه‎ييز چارواکي نن چهارشنبې( دغبرګولي۱۷مه) وايي چې دې ولایت کې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید په پایله کې ۶ طالب وسله‎وال وژل شوي دي.
دا چارواکي زیاتوي چې برید په پښتون‎کوټ ولسوالۍ کې شوی دی.
په دې نښته کې یو شمېر طالب وسله‎وال ټپیان شوي هم دي.
د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند، کریم یورش څرګندوي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته تېره ورځ وشوه.
ښاغلي یورش زیاته کړه چې په دې نښته کې افغان ځواکونه وتوانېدل چې د طالبانو برید په شا وتمبوي.
نوموړي د ا فغان ځواکونو مرګ‎ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement