پوسټ کوډ 106277
نیټه خپرول: دوشنبه 25 غویی 139611:42
- 0 څرګندونه
- چاپ
د پولیو ضد واکسین دوهمه پسرلنۍ دوره ټول افغانستان کې پیلېږي

د عام? روغتيا وزارت وايي، د ?وز? يا پوليو ضد واکسين دوهمه پسرلن? دوره نن په ?ول افغانستان ک? پيل??ي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین دوهمه پسرلنۍ دوره نن په ټول افغانستان کې پیلېږي.
د صدای افغان خبری آژانس(آو)، یاد وزارت پرون په یوې اعلامیه کې وویل، په دې درې ورځنۍ دوره کې د ټول هېواد په سطحه نهه نیم میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي.
د روان میلادي کال له پیل راهیسې په کندهار، هلمند او کندز کې د ماشومانو د ګوزڼ درې پېښې ثبت شوي دي.
افغانستان، پاکستان او نایجیریا د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې لاهم پهکې پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي موجوده ده.