پوسټ کوډ ۱۰۵۹۴۳
نیټه خپرول: جمعه ۱ غویی ۱۳۹۶ ۱۲:۱۲

افغان او امریکايي چارواکي: افغانستان کې د داعش ډلې مشر وژل شوی

عبدالحسيب ت?ر ميلادي کال وروسته تر هغ? د داعش مشر و?اکل شو چ? د د? ?ل? پخواني مشر حافظ سعيد د امريکا د ب?‌پيلو?ه الوتک? په يو? حمله ک? له‌من?ه لا?.

افغان او امریکايي چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر وژل کېدل تائید کړل.

د صدای افغان خبری آژانس، چارواکو پرون وویل عبدالحسیب تېره میاشت په ننګرهار ولایت کې د افغان او امریکايي کومانډو ځواکونو په ځانګړي برید کې وژل شوی دی.

عبدالحسیب تېر میلادي کال وروسته تر هغې د داعش مشر وټاکل شو چې د دې ډلې پخواني مشر حافظ سعید د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په یوې حمله کې له‌منځه لاړ.

د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د داعش د مشر د وژلو په عملیاتو کې پنځوسو امریکايي او څلوېښتو ځانګړو افغان سرتېرو ونډه درلوده.

د اعلاميې له مخې په دې عملیاتو کې د داعش یو شمېر نور مهم غړي هم وژل شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په ننګرهار کې د داعش د مشر وژل کېدل تائید کړي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement