پوسټ کوډ ۱۰۵۳۰۷
نیټه خپرول: جمعه ۸ غویی ۱۳۹۶ ۱۸:۱۷

احمد ضیا مسعود؛ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد نیمایی خاوره طالبانو ته سپارلې

د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د غویی اتمه یا د مجاهدینو د بریالیتوب د پېنځه ویشتمې کلیزې نمانځغونډه، چې په پلازمېنه کابل کې کوړه شوې وه؛ بشپړه سیاسي بڼه یې لرله او مړ دې وې ولسمشر شعارونه په کې راپورته شول.
د ښه حکومت او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود په دې ناسته کې ویلي،ِ چي د ولسمشر لخوا د داعش او طالبانو پروژه پلې کیږي او هم یې د طالبانو نفوذي کسان په پوځي او ملکي جوړښتونو کې ځای پر ځای کړي دي.
د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی ولسمشر غني هره ورځ د سلګونه سرتېرو پر وژلو تورنوي او هغه ته د ناروغ او رواني سړي خطاب هم کوي.
احمد ضیا مسعود له محمد اشرف غني سره دوه نیم کاله پر یوه دسترخوان ډوډۍ وخوړله؛ خو اوس ولسمشر انتصابي، رواني او ناروغ بولي او د هغه شاوخوا کسان لاسپوڅي، پلورل شوي او غله ګڼي.
هغه د اشرف غني حکومت د حفیظ الله امین له حکومت سره پرتله کړ او وایي، دواړو حکومتونو دیکتاتورۍ ته وده ورکړه؛ له ملي او نړیوالو هوکړو، تړونونو او ټینګارونو سره هم نا اشنا ګڼل کیږي.
ضیا مسعود یو ګام وړاندې ځي او حکومت په افغانستان کې د داعش د پروژې تطبیق کوونکی بولي او وایي، چې حکومت په هېواد کې په لوی لاس غواړي، چې امریکا او روسیه وجنګوي.
احمد ضیا مسعود پ

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement