پوسټ کوډ ۱۰۴۷۱۳
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۸ وری ۱۳۹۶ ۰۹:۰۵

کابل ښار کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړي

د کابل د امنيه قومانداني چارواکي وايي، پي?ه نن سهار شاوخوا ? بج? د لوم?ي امنيتي حوز? ا?وند په سيمه ک? شوي دي.

په پلازمينې کابل کې لږ تر لږه دوه کسان د یوې چاودنې په ترڅ کې ټپیان شوي.

د کابل د امنیه قومانداني چارواکي وایي، پیښه نن سهار شاوخوا ۷ بجې د لومړی امنیتي حوزې اړوند په سیمه کې شوی دی.

چارواکي زیاتوي، چې پیښه هغه مهال رامنځته شو کله چې یوه مقناطیسي ماین چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی و وچاودید.

د چارواکو په وینا، دغه ماین د ملي شورا د لوژستیک په یوه موټر کې ځای پرځای شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونی په پلازمینې کابل کې د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول.

د کابل امنیه قومانداي په وینا دغه پېښه د دویمې امنیتي حوزې مخې ته د دفاع وزارت تر څنګ هغه وخت رامنځته شوه چې یوه پلي انتحاري د مامورینو د رخصتۍ په وخت کې پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو ته چاودنه ورکړه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement