پوسټ کوډ ۱۰۴۰۱۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۴ وری ۱۳۹۶ ۰۹:۲۲

افغان چارواکي د مسکو په امنیتي غونډه کې ګډون کوي

د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د ولسمشرۍ سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي وایي، چې افغان حکومت دې ناستې ته یو پلاوی لیږي.
مرتضوي زیاتوي؛ له ترهګرۍ د ماتې لپاره باید د سیمې او نړۍ هېوادونه متحد شي.
دغه راز نوموړی وایي، چې د افغانستان حکومت د کډوالو له راتګه ملاتړ کوي.
هغه دا هم نه مني، چې ګواکي افغانستان له کوم اروپايي هېواد سره داسې تړون لاسلیک کړی وي، چې له مخې یې هغه هېواد افغان کډوال په زور ایستلو ته اړباسي.
له افغانستان څخه په دوه زره پېنځلسم کال کې کابو دوه سوه زره افغانان له هېواده ووتل، چې زیاتره یې اروپايي هېوادونو ته ولاړل.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement