پوسټ کوډ 103930
نیټه خپرول: سه شنبه 1 وری 139612:12

په هرات کې د سېلاب په پایله کې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه وکړ

د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، سیمه‎ييز چارواکي وايي چې په هرات ولایت کې د سېلاونو د بهېدو له امله ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دغه ښار یو ډېر شمېر اوسېدونکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.
د هرات اوسېدونکې پر سیمه‎ییزو چارواکو له نیوکې سره وايي چې هغو له طبیعي پېښو سره د مخامخ کېدو لپاره هېڅ چمتوالی نه لري.
په همدې حال کې یو شمېر زیانمن وايي چې سرپناه او خوراکي توکو ته جدي اړتیا لري.
هغوی وايي چې د شپې تر نیمايي د اوبو په بندېدو بوخت وو او دغه سېلاونو هغوی ته ځاني او مالي زیانونه له ځان سره لرل.
که‎څه هم د هرات ډېری اوسېدونکي د هرات ښاروالۍ په دې اړه مسؤوله بولي،خو د هرات ښاروال وايي چې د ښارجوړونې یو د یوه ستر پلان نشتون،د ښاري اوبو د بهېدو د کانالونو نشتوالی او د سترو کانالونو د زیانمن کېدل«انجیل» او د هرات ښار په شمال کې د نویو ویالو د دغو سېلاونو د مخنیوي کار ستونزمن کړی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement