پوسټ کوډ ۱۰۳۸۷۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۱ وری ۱۳۹۶ ۱۲:۱۲

هلمند ولایت کي ۲۲ تنو وسله والو وژل شوی دي

د افغان غږ(آوا) آژآنس دخبر له مخی، د هلمند ولایت د والي دفترخپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی، د افغان هوايې ځواکونو په هوايې بریدونو کې د ۴۵ تنه وسله‎والو طالبانو وژل شوی دي.
سرچنیو زیاتیوی، چې د ا فغان امنیتی ځواکونو دا عملیات لښکرګاه ښار ته نېږدې په بولان او سپينه کوټه سیمه کې ترسره شوي.
خبر پانه وایی، په دې عملیاتو کې د ۲۹ تنو نورو طالب وسله‎والو ټپيان شوی دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دوه ورځ له مخی هم د لښکرګاه ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې ۲۲ طالب وسله‎وال وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي‎.
خو وسله والو طالبانو په دی اړه څه ندی ویلی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement