پوسټ کوډ 103827
نیټه خپرول: سه شنبه 1 وری 139612:12

د سولې بهیر؛د افغان حکومت او طالبانو پر خبرو اترو د روسیې ټینګار

د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټين له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره د سه شنبه په ورځ (د وري په ۸ مه)په مسکو کې د یوې لیدنې په ترڅ کې په افغانستان کې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د پراختیا له دوام څخه اندېښنه څرګنده کړه او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مستقیمو خبرو اترو ټینګار وکړ.
پوتین وویل:«موږ د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې او په دې هېواد کې مو د ملي سولې پر ارزښت ټینګار وکړ، روسیه باور لري چې ایران د افغانستان په اړه د فبرورۍ په خبرو کې اغېزمنه مرسته کړې، د دغو خبرو موخه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پيلول دي.»
له بلخوا افغان حکومت تمه لري چې روسیه له هغو هېوادونو سره چې ترهګرو ته پناه ورکوي جدي چلند وکړي.
ټاکل شوې چې مسکو د اپریل په څوارلسمه نېټه د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د سیمې د ۱۲ هېوادونو د استازو په ګډون د درېیمې غونډې کوربه وي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند خیرالله آزاد وویل:«زموږ تمه دا ده چې مسکو په سیمه کې پر خپلو نویو

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement