پوسټ کوډ ۱۰۳۸۱۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۱ وری ۱۳۹۶ ۱۲:۱۲

کندهار ولایت کي ۲۲ تنه وسله والو طالبانو وژل شوی ډي

د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د کندهار د والي ویاند، صمیم خپلواک وایی، په دې بریدکې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې طالب وسله ‎والو ته هم درنه مرګ‎ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وینا، چې وسله والو طالبانو پرون د کندهارولایت خاکریز ولسوالۍ په تیک ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو پر پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۳ تنو افغان سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
خپلواک ویلی، په دې برید کې ۵ نور افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
په دی حال کي د کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال داود شاه وفادار هم ویلی، د وسله والو طالبانو د سرې قطعې په نوم لسګونه وسله وال له هلمند څخه راغلي و او د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په شیرین آب سیمه کې یې د ملي اردو پر پوستو ډلیز بریدونه کړي.
سرچینو زیاتیوی، په دغه جګړه کې ۲۲ تنه وسله وال طالبانو وژل شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement