پوسټ کوډ 103224
نیټه خپرول: شنبه 21 کب 139514:52

په هلمند ولایت کي ۳۱ وسل

د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفترنه خبرشوی خبرپانه کي راغلی، تېره ورځ د لښکرګاه درېمې امنيتي حوزې اړوند د (بولان منډوی) شاوخوا سيمو کې د امنيتي ځواکونو له لوري هوايي بريدونه شوي چې، له مخې يې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، درې تنه نور يې ټپيان دي او اوس مهال افغان ځواکونه په تصفيوي عملياتو بوخت دي.
سرچنیوزیاتیوی، د راپورونو په اساس د نادعلي ولسوالۍ اړوند چاڼيزو عملياتو کې د تېرې ورځې راهيسي د لوی باغ سيمه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ‎۶تنه يې ټپيان دي.
په خبر پانه کي راغلی، په يادوعملياتو کې ګڼ کلي له مخالفينو پاک شوي، لسګونه کړۍ ماينونه ايستل شوي او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
د هلمند ولایت مطبوعاتی دفترپه خپرپانه کي زیاتیوی، د يوه بل خبر له مخې تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ د حسين آباد سيمه کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو هوايي بريدونو کې، د طالبانو يوه سيمه ييز قومندان ملا عوض په ګډون ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او يوه عراده ټيوټا موټر يې په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه ندی ویلی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement