پوسټ کوډ 102883
نیټه خپرول: چهارشنبه 11 کب 139506:27

طالبانو پر تاله‎او برفک ولسوالۍ برید کړی

د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د بغلان ولایت د تاله و برفک ولسوال فیض‎محمد امیري د سې‎شنبې( د کب ۱۰مه) ویلي دي چې طالبانو له څو خواوو پر دې ولسوالۍ برید دی کړی.
ښاغلي امیري ویلي دي چې تېره ورځ کابو ۳بجې یو شمېر وسله‎والو طالبانو تاله‎او برفک ولسوالۍ کلابنده کړه او ټولې لارې یې ورسره وتړلې.
دی زیاتوي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
دی همداراز څرګندوي چې د سیمې سپين‎ږیري هڅه کوي چې له طالبانو سره د خبرو له لارې د برید مخه ونیسي، خو طالبانو د سيمې سپین‎ږیرو خبرو ته غوږ نه دی نیولی.
طالبان د تاله‎او برفک ولسوالۍ کې پراخ شتون لري.
د نښته مرګ‎ژوبلې په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویل شوي.
امنیتي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement