پوسټ کوډ ۱۰۲۱۳۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۱ سلواغه ۱۳۹۵ ۱۶:۴۳

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار ولایت کې هوايي بریدونه شوي

د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کي راغلی، چې د داعش وژل شوي قوماندانان عمر صادق او عمر فاروق نومېږي.
سرچنیو زیاتیوی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ددی ولایت په هسکه مېنه، اچین او لعل پوره ولسوالیو کې هوايي بریدونه او عملیات تر سره شوي.
خبر پانه که راغلی، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ د نرۍ اوبو په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۹ داعشیان وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی.
سرچینووایی، چې وژل شوي او ټپیان ټول بهرني وسله وال مخالفین دي. تر اوسه وسله والو په دي اړه څه ندی ویلی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement