پوسټ کوډ ۱۰۲۰۹۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۰ سلواغه ۱۳۹۵ ۰۹:۰۵

جمهوررئیس غني د کندهار مشرانو او استازو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د کندهار له یو شمېر مشرانو او استازو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې جمهور رئیس غني د کندهار ولایت مشرانو اواستازو ته د وروستۍ تروریستي پېښې له امله یو ځل بیا تسلیت ووایه او د خدای تعالی په دربار کې یې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سالمې روغتیا هیله وکړه.
په دغه کتنه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل، د ولایتي شورا استازي حاجي اغا لالي دستګیري، سناتورې روڼا ترین او د ولسي جرګې استازي ښاغلي عبدالرحیم ایوبي د خبرو پرمهال د کندهار د وروستۍ پېښې له امله د جمهور رئیس له غمشریکۍ او د قربانیانو کورنیو ته د پاملرنې له امله مننه وکړه.
یادو ویناوالو د امنیت، تعلیم، برېښنا، کرنې، د بندونو او کانال، سپېڅلو او تاریخي ځایونو جوړولو او د کندهار د کدرونو د جذب په برخه کې د شته ستونزو په یادولو سره خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل. هغوی ټینګار وکړ، چې د کندهار وروستۍ تروریستي پېښه دې په دقیقه او هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او د څېړنو موندنې دې د کندها

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement