پوسټ کوډ ۱۰۰۵۷۷
نیټه خپرول: شنبه ۱۱ مرغومی ۱۳۹۵ ۰۰:۱۴

له څلورو ورځو راهیسې د کندهار ـ هلمند لاره تړلې ده

د آوا د خبر گزاری له مخی: دغه موټر چلوونکي د دغې مهمې نښلوونکې لارې د بېرته پرانستو په کار کې په پروایۍ تورنه وي.هغه زیاتوي اړ دي چې له فرعي او خطرناکو لارو څخه،چې ډېری طالبان په دغو لارو کې حضور لري، تګ راتګ کوي. له دې سره په ورته وخت کې ځينې مسافر وايي چې طالبان په فرعي لارو کې خلک پلټي او د هغوی ځينې له ځان سره بیایي.

هغوی زیاتوي چې په دغې لاره کې د دوی یوه ستره ننګونه،د طالبانو له خوا د بې‎ شمېره ماینونو ځای پر ځای کول دي.شېبه وړاندې یوې چاودنې د وه ولسي وګړو ژوند واخیست. په هدې حال کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د ارکان رییس عبدالغني ابرار وايي چې دولتي ځواکونه له طالبانو سره د مباررزې لپاره چمتو دي.

ښاغلی ابرار وايي چې غواړي ډېر ژر د کندهار‎- هلمند لاره بېرته پرانیزي او د دغې لارې د ماینونو د پاکونې ترڅنګ،واړه او غت ویجاړ شوي پلونه هم بیاورغوي.

امنیتي ځواکونه وايي چې د کندهار – هلمند د لویې لارې د امنیت د ټينګښت لپاره د پولیسو او ملي پوځ ځواکونو دوه کنډکونه ځای پر ځای شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement