پوسټ کوډ ۱۰۰۲۸۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۳۰ لیندۍ ۱۳۹۵ ۱۹:۱۹

جمهوررئیس غني د ایټالیا لوی درستیز سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین په ارګ کې د ایټالیا لوی درستیز کلودو ګرازینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو غاړو د بېلابېلو مسائلو په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ژمنیو او پسرلنیو پلانونو په هکله بحث او خبرې وکړې.
د هېواد جمهوررئیس له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول نظامي او ملکي برخو کې د ایټالیا د مرستو او همکاریو مننه وکړه.
د ایټالیا لوی درستیز د افغانستان په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې اصلاحات د حکومت د هر اړخیزو هڅو پایله وبلله وې ویل، په دغه بنسټونو کې اصلاحات د لمس او درک وړ دي. هغه د افغانستان په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو بهیر د دوام په اړه هیله مندي وښوده.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان حکومت به په بېلابېلو ډګرونو کې د وروستیو کلونو درسونو او تجربو څخه د راتلونکو پلانونو په پرمختګ کې اغیزناکه استفاده وکړي. هغه زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رهبرۍ او جوړښت پر څرنګوالي به لا زیات کار وشي.
جمهوررئیس د ایټالیا لوی درستیز ته په خطاب کې وویل: تاسې په نظامي ډګر کې له لازمې تجربې او تخصص لرئ، نو هیله ده چې د ګډو همکاریو په چوکاټ کې خپلې تجربې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره شریکې کړئ.
د ایټالیا لوی درستیز په بېلابېلو ډګرونو کې د ګډې همکارۍ د زمینو د ایجاد په اړه جمهوررئیس غني ته ډاډ ورکړ، وې ویل، که څه هم د هېواد ځواکونه یې په هرات ولایت کې میشت دي، خو هڅه به وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لازیاتې شي.
ارګ-ریاست جمهوری

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement