پوسټ کوډ ۱۰۰۰۱۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۵ ۱۹:۱۹

جمهور رئیس غني د ملي شورا رهبري پلاوي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي شورا رهبري پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې د ملي شورا رهبري غړو د احمدخان ایشچي موضوع ته د رسیدګي په خاطر د حکومت د موقف ملاتړ وکړ او په دې اړه یې د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس وویل، د خلکو ارامي او د ژوند مصئونیت حکومت ته ځانګړی ارزښت لري او حکومت د عدالت د تامین په برخه کې د قانون تطبیق او هر اړخیزو څېړنو ته ژمن دی.
ارګ-ریاست جمهوری

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement