د جرمني دفاع وزيره وايي چ? ه?واد به ي? په افغانستان ک? پو?ي حضور ته دوام ورک?ي.

د جرمني دفاع وزیرې پرون مزارشریف ته د رسېدو پرمهال په دې اړه څرګندونې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو تیره اوونۍ وویل، په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر د کمولو له پخوانیو پلانونو سره-سره به د بل کال ترپایه د سرتیرو په شمېر کې بدلون رانه ولي.

د جرمني دفاع وزیرې چې د نوي۲۰۱۶ عیسوي کال په درشل کې له جرمني پوځیانو سره د کتنې لپاره مزارشریف ته تللې وه وویل، د دې ساده پیغام همدا دی چې موږ به په افغانستان کې پاتې شو.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني حکومت په دې وروستیو کې په ډاګه ویلي دي چې په افغانستان کې خپل پوځي حضور پراخوي.

د ډي. پي.اې DPA خبري اژانس د راپور له مخې اورسولا وون ډیر لیین von der Leyen Ursula مخکې له دې چې الوتکه یې په مزارشریف کې پر ځمکه کیني خبریالانو ته وویل چې په وروستیو کلونو کې له افغانستانه د سرتیرو د ایستلو په اړه ابهام د اعتماد د له مینځه تلو باعث شو.

میرمن وون ډیر لین په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د پوځي ماموریت د دوام په اړه د امریکا او د ناټو د ځینو نورو غړو وروستیو پریکړو ته په اشارې سره وویل، دا خوشاله ده چې متحدو هېوادونو بیرته برعکس لوري ته مخه کړه.

په بلخ ولایت کې د ناټو د ۲۱ غړو هېوادو یو نیم زر سرتیري دیره دي چې ډیری جرمنان دي.

برلین په پام کې لري چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۸۵۰ څخه ۹۵۰ ته لوړ او د افغان ملي امنیتي ځواکونو د روزنې ماموریت د ۲۰۱۶ کال ترپایه تمدید کړي.

ناټو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر د کمولو له پخوانیو پلانونو سره سره د بل کال ترپایه به د سرتیرو په شمیر کې بدلون رانه ولي.

د امریکا متحدو ایالاتو په تیره اکتوبر میاشت کې اعلان وکړچې په افغانستان کې پوځي حضورته به له ۲۰۱۶ کال وروسته هم دوام ورکړي، داسې چې نژدې ۱۰ زره سرتیري به یې د را روان کال تر وروستیو پورې په افغانستان کې وي او د ۲۰۱۷ کال له پیل سره سم به یې ۵۵۰۰ پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.

اوس مهال د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې شاوخوا ۱۲ زره نړېوال سرتیري په افغانستان کې شته چې افغان ځواکونو ته روزنه او سلامشورې ورکوي.

په تیرو ۱۳ کلونو کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د جرمني څه کم پنځه نیم زره سرتیري په افغانستان کې دیره وو. جرمني ځواکونه تر ۲۰۱۳ کال پورې په کندز کې وو.

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټینبیرګ تیره اوونۍ په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وویل، د افغانستان له ثبات څخه ملاتړ د ناټو د امنیت لپاره خورا مهم دی.

سټولټینبیرګ د قاطع ملاتړ د ماموریت دوام، له ۲۰۱۷ کال وروسته د افغان امنیتي- دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ او د قاطع ملاتړ د ماموریت له پای ته رسیدو وروسته د دوامدار مشارکت پیاوړي کول او د یو ملکي پلان برابرول په افغانستان کې د ناټو د ماموریت درې مهمې دندې وبللې.

Your comment

  • AvaAdvertisement

Related posts

Latest news

  • AvaAdvertisement