نن?رهار ولايت مقام ته د ملي امنيت رياست د ورک?ل شويو معلوماتو له مخ? يو تن محب الرحمن د نن?رهار ولايت ?مرک کميشن کار، چ? د جلال اباد ?ار ?خه د کور پر لور روان و د سره رود ولسوال? د بالاباغ په سيمه ک? د وسله والو مخالفينو له لوري ت?تول ک?ده، چ? ملي امنيت رياست موظفينو له لوري ياد تن ازاد او مخالفين وت?تي

ننګرهار ولايت مقام ته د ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې يو تن محب الرحمن د ننګرهار ولايت ګمرک کميشن کار، چې د جلال اباد ښار څخه د کور پر لور روان و د سره رود ولسوالۍ د بالاباغ په سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري تښتول کېده، چې ملي امنيت رياست موظفينو له لوري ياد تن ازاد او مخالفين وتښتيدل.
د معلوماتو له مخې د وسله والو مخالفينو يو تن سر ګروپ موسی غوښتل، چې نوموړی تن وتښتوي، چې د ملي امنيت رياست له لوري د تښتونې دغه هڅه ناکامه کړای شوه.
ملي امنيت رياست په خپل راپور کې ويلي، چې وسله والو مخالفينو دغه تن په ډزو سره ټپي کړی هم و، چې اوس مهال تر درملنې لاندې دی.
د ملي امنيت اداره وايي، چې د مخالفينو څخه يې يوه عراده کرولا موټر، يو پايه مخابره، درې شاجوره د کلاشنکوف مرمۍ، يوه پرتله، نهه پنځوس دانې د پيکا مرمۍ او يو ولچک هم نيولي دي.

Your comment

  • AvaAdvertisement

Related posts

Latest news

  • AvaAdvertisement