چارواکي وايي، نن غرمه مهال د کندهار په پنجوايي ولسوال? ک? دوه تنه چ?؛ د انتحاري حمل? نيت ي? درلود هدف ته تر رسيدو مخک? وژلي دي.

چارواکي وایي، نن غرمه مهال د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې دوه تنه چې؛ د انتحاري حملې نیت یې درلود هدف ته تر رسیدو مخکې وژلي دي.
د پنجوایې ولسوال حاجي فضل محمد اسحاق زي آزادي راډیو ته وویل؛ چې دې کسانو د پولیسو جامې اغوستې وې او په ځان پورې یې چاودیدونکي مواد تړلي وو.
د ولسوال په خبره حمله کوونکو غوښتل چې دفتر ته ورننوځي چې امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل.
اخوا د هلمند سیمه ییز مسولین وایي، د ګرشک په ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د ملي اردو دوه عسکر وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک آزادي راډیو ته وویل، چې دا پيښه نن سهار شوې ده.

Your comment

Related posts

Latest news