د روان ???? اپريل پر در?يمه هم فراه ولايت ک? په يوه ?له ييز بريد ک?، چ? د محکم? پر رياست ي? ک?ي و، ?? کسان وژل شوي وو او نژد? ?? کسان ?پيان وو.

د فراه ولایت سیمه يیز چارواکي وایي د دې ولایت د ملي امنیت مشر عبدالصمد خان له یوې چاودنې روغ رمټ وتلی، خو پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او د ملي امنیت د ریس د ۴ ساتونکو په ګډون ۱۶ تنه ټپيان شوي.
هغه وویل چاودیدونکې توکې په یوه موټرسایکل کښې ځاي پر ځاي کړاي شوي ؤ
د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي ویلي، چاودېدونکي توکي پر یوه موټرسایکل ځای پرځای شوي وو.
طالبانو د بریړه پړه منلې او ادعا کوي چې دا یو ځانمرګی برید و.
طالبان ادعا کوي چې پېښه کې د فراه د ملي امنیت د رییس ځینې ساتونکي وژل شوي، خو ولسي تلفات نه مني.
د روان ۲۰۱۳ اپریل پر درېیمه هم فراه ولایت کې په یوه ډله ییز برید کې، چې د محکمې پر ریاست یې کړی و، ۵۰ کسان وژل شوي وو او نژدې ۹۰ کسان ټپیان وو.
د بريد په سيمه کې د څارنوالۍ، ښاروالۍ، ښځو چارو رياست، مخابراتو او جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امريت ودانۍ هم موقعيت لري او د ولايت د مقام ودانۍ يې هم په څو سوه مترۍ کې ده.
د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې وه.

Your comment

Related posts

Latest news