د ايساف له لوري په يوه خپره شو? خبرپا?ه ک? ويل شوي چ? دوه تنه وژل شوي ملکيان هم بهرنيان دي چ? د دوي له پو?يانو سره ي? کار کاوه

تاند – د ناټو تر مشرۍ لاندې نړیوال ځواکونه وايي چې نن/ شنبه/ د افغانستان په جنوب کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ناټو درې پوځیان او دوه ملکیان ووژل شول.
د ایساف له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوه تنه وژل شوي ملکیان هم بهرنیان دي چې د دوی له پوځیانو سره یې کار کاوه.
په خبرپاڼه کې د پېښې دقیق ځای او د وژل شویو پوځیانو د ملیت او هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو په کابل کې د ایساف یوه ویندوی وویل چې د دوی پر ځواکونو د موټر په وسیله حمله شوې او په نتیجه کې یې څو تنه ملکي افغانان هم وژل شوي دي.
دغه ویندوی د حملې ځای د زابل ولایت مرکز کلات ښار ښودلی او ویلي یې دي چې نن سهار، یوه ځانمرګي خپل موټر، چې چاودېدونکي مواد یې پکې بار کړي ول، په کلات ښار کې د ناټو له کاروان سره ټکر کړ چې په نتیجه کې یې د ناټو څو پوځیان ووژل شول.
په همدې حال کې امریکايي پوځیان وايي چې د افغانستان په ختیځ کې یې یو عسکر نن وژل شوی دی.
له دغو پوځیانو سره سږ کال په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تلفات تر دېرشو واوښتل.
له نننیو وژل شویو پوځیانو پرته تراوسه پوري سږ کال ۲۰ امریکايي، ۳ بریتانوي او ۶ د نورو هیوادونو پوځیان وژل شوي ول.
د کژولټي ویبپاڼې له مخې، چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د تلفاتو شمېرې خپروي، د سږ کال په جنورۍ کې ۸، په فبرورۍ کې ۱، مارچ کې ۱۶ او اپریل کې تر پرونه پوري څلور پوځیان وژل شوي ول.

حال دا چې د تېر کال په جنورۍ کې ۳۵، فبرورۍ کې ۲۴، مارچ کې ۳۸ او اپریل کې ۴۰ بهرني پوځیان وژل شوي ول.

افغان امنیتي ځواکونو ته د ګزمې او امنیتي چارو له سپارلو سره د بهرنیو پوځیانو تلفات لږ شوي دي.

Your comment

Related posts

Latest news