په تهران کې د افغانستان او ایران د ګډو دفاعي کمیسونونو د لومړنۍ غونډې په پای کې دواړو خواوو د دفاعي همکاریو یوه مفاهمه لاسلیک کړه.

د ایران ایرنا خبري اژانس د دغه هیواد د دفاع وزارت د تبلیغاتو د عمومي ادارې په قول راپور ورکړ چې دا مفاهمه د افغانستان د دفاع وزارت د سیاسي او ستراتیژۍ معین او د ایران د دفاع وزارت د نړیوالو چارو مرستیال وزیر لاسلیک کړه.

په دې مفاهمه کې دواړو خواوو د ګډ دفاعي کمیسون لومړۍ غونډه د دواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د موافقو په لړ کې د یوه عملي ګام په توګه ګڼلی او په افغانستان او سیمه کې یې د سولې، ثبات، او امنیت د ټینګښت لپاره د دې غونډې په نتیجه کې پر متقابلو همکاریو ټینګار کړی دی.

په مفاهمه کې په تعلیمي، لوژیستیکي، تخنیکي او انجنیري برخو کې د همکاریو یادونه شوې ده.

د افغانستان د دفاع مرستیال وزیر همایون فوزي او ورسره ملګری پلاوی یې، چې د افغانستان او ایران د ګډ دفاعي کمیسون په غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته تللی، د دې سفر په لړ کې د ایران له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو، د ایران د پارلمان یا اسلامي شورا د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت له رییسانو سره د دوه اړخیزو اړیکو په باب خبرې وکړې.

افغان مرستیال دفاع وزیر ته د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسون رييس علاالدین بروجردي وویل چې افغانستان د هغې امریکايي بې پېلوټې الوتکې مسوول دی چې د دغه هیواد له خاورې راالوتې وه او د ایران په فضا کې کشف شوه.

ښاغلي بروجردي، چې په افغانستان کې د تنظیمي جګړې په مهال د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی و او د افغانانو د کورنۍ جګړې په تودولو کې یې خاص رول درلود، وویل:«په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ټولې سیمې ته خطر پېښوي.»

فوزي ایراني چارواکي ته وویل چې افغانستان به هیڅ راز خطر ونه مني:«افغانستان هیڅ راز خطر نه مني.زموږ خاوره د ایران خاوره ده، او موږ له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو انکشاف ته تیار یو.»

Your comment

  • AvaAdvertisement

Related posts

Latest news

  • AvaAdvertisement