تاند - پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د دغه هیواد چارواکو د ترکیې په درې اړخیزه سرمشریزه کې د افغانستان موافقه ترلاسه کړې چې پاکستاني پوځي روزونکي افغانستان ته واستول شي څو د افغان ځواکونو د روزنې په پروسه کې برخه واخلي.

افغانستان تر دې مخکې د پاکستاني روزونکو له لوري په پاکستان یا افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو په باب د پاکستان له وړاندیز سره بیا بیا مخالفت کړی وو.

د پاکستان مطبوعاتو ولیکل چې د پاکستاني او هندي پوځیانو له لوري د افغان ځواکونو د روزنې موافقه د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ښه کېدو وروسته کېږي.

د دغو دوو هیوادونو ترمنځ په وروستیو کې اړیکې ډېرې ښه شوي او په ځانګړي ډول دواړو په خپل منځ کې د سوداګري راکړو ورکړو په برخه کې مهم ګامونه اخیستي دي.

د پاکستان تریبیون ورځپاڼې د جمعې د ګڼې له راپور سره سم د پاکستاني روزونکو له خوا د افغان ځواکونو د روزنې مسله د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په بهرنیوچارو وزارت کې مطرح شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې تهمینه جنجوعه دې پوښتنې ته چې ایا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د افغان ځواکونو د روزنې په اړه کومه رسمي موافقه شوې او کنه ده شوې، مستقیم ځواب ونه وایه خو د استانبول په کنفرانس کې یې د دوو موافقو یادونه وکړه.

دې وویل:«که د سرمشریزې پایلو ته توجه وشي، د شپږمې سرمشریزې د ګډې اعلامیې په ځانګړي ډول شپږم نمبر پراګراف، د خپل منځي اړیکو او د تریننګ په برخه کې د همکارۍ یادونه کوي.دوه جلا جلا پروتوکولونه تصویب شوي چې یو د پولیسو او مخدرو موادو ضد ځواکونو د روزلو په برخه کې دی او بل د پوځي پرسونل د روزلو په باب دی.نو ویلی شم چې درو هیوادونو د افغان ځواکونو د روزنې سند لاسلیک کړی دی.»

له یوه یادښت سره سم، چې د افغانستان او پاکستان لوی درستیزانو لاسلیک کړی، دواړه هیوادونه به ګډ پوځي تطبیقات کوي او د پولیسو او اردو د ځواکونو د روزنې په برخه کې به همکاري کوي.

Your comment

Related posts

Latest news